افغانستان

د واخان اوسېدونکي مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د نورو ننګونو ترڅنګ چې د عادي ژوندانه د لرلو لپاره ورسره مخ دي، مخابراتي شبکو ته نه لاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ یو اوسېدونکی لاچین وایي: «زموږ ستونزې ډېرې زیاتې دي او د مخابراتي شبکو نشتوالی یوازې زموږ د ستونزو یوه برخه ده. خو دا چې موږ مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لرو، زموږ ستونزې یې زیاتې کړې دي. که موږ د لومړنیو توکو د پېرلو لپاره د ولایت مرکز ته ولایت ته ولاړ شو یا موږ بچیان د زده کړو لپاره د نورو ولایتونو پوهنتونونو ته ولاړ شي د ستنېدو تر وخته خبر نشو ترې اخیستی.

هغه زیاته کړه: «تېر حکومت له موږ سره ډېرې ژمنې کړې چې دا ستونزه موږ حل کړي، خو یوازې د ژمنې تر بریده پاتې شوه. هیله من یو چې د واخان مخابراتي شبکې فعالې شي.»

ویل کېږي چې مخابراتو شبکو ته د واخان د اوسېدونکو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې دوی له ټکنالوژۍ بې برخې شي او ونه شي کولای له نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي.

ممتاز د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی. هغه باوري دی چې د واخان اوسېدونکي هېر شوي دي.

ممتاز په دې هکله وویل: «موږ د ژوندانه لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لرو، زموږ ستونزې زیاتې دي، خو د مخابراتي شبکو نشتوالی چې موږ له هغې لارې اړیکې ټینګې کړو، زموږ ستونزې زیاتې کړې دي. له دې مخکې یوه سیمه وه چې موږ کولای شوای د تاجکستان له مخابراتي شبکو کار واخلو. خو هغې هم خپلې ستونزې لرلې، خو اوس هغې ته هم لاسرسی نه لرو.»

هغه وایي: «څه د پاسه لس میاشتې کېږي چې زه فیض آباد ته راغلی یم چې د سفر پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، لاره خرابه ده او د کرایې پيسې لوړې دي. که څه هم راغلم، خو اوس د مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله نه یم توانېدلی له خپلې کورنۍ سره اړیکې ونیسم. زه نه پوهېږم چې کورنۍ مې په څه وضعیت کې ده.»

مخابراتي شبکو ته د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو نه لاسرسی تازه خبره نه ده. بلکې دوی د ژوندانه له پیله د ژوندانه له هغو آسانتیاوو چې په ښارونو کې یې خلک لري بې برخې دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي: «څه موده مخکې ما له خپلو یو شمېر نورو همکارانو سره واخان ولسوالۍ او نورو لیرې پرتو سیمو ته سفر درلود او د دوی ستونزې او ننګونې مو ولیدلې، موږ هڅه کوو چې ژرترژره د دوي ستونزې حل شي.»

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي واخیان دي چې تر ډېره تاجکان او د اسماعیلیه طریقې پیروان دي.

واخان د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت یوه لیرې پرته ولسوالي ده. دا ولسوالي څه د پاسه اتلس زره تنه اوسېدونکي لري. واخان له ختیځ څخه له چین، له شماله د تاجکستان د بدخشان له کوهستان کورواکه ولایت، له سویل څخه د پاکستان له ګلکت او له لوېدیځ څخه له اشکاشم ولسوالۍ سره پوله لري.