امنیت

طالبانو له روسیې سره د «دفاعي همکاریو» په اړه خبرې اترې تایید کړې

انځور- مسکو کې د طالبانو او روسي چارواکو ناسته

د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د یاد وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ د معین، محمد قاسم فرید په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی او هلته یې پر «دفاعي همکاریو» خبرې کړې دي.

دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو په دې ناسته کې پر «سیمیز امنیت، متقابلو همکاریو او د امنیتي ننګونو د مخنیوي پر لارو چارو» هر اړخیز بحثونه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلاوي د روسیې د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ د معین، واسیلي اوسماکوف په مشرۍ له روسي پلاوي سره په مسکو کې کتلي دي.

د طالبانو په وینا، دواړو خواوو په دې ناسته کې د «اړیکو پر دوام، د رسمي تعاملاتو پر پراختیا او دوامداره همکاریو پر اهمیت» ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې د روسیې انټرفکس خبري اژانس راپور ورکړی و، چې په مسکو کې د روسیې او طالبانو د لوړپوړو نظامي چارواکو ترمنځ خبرې اترې شوې دي.

د هغه بیان له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د دلوې ۸مه) د روسیې د دفاع وزارت لخوا خپور شو، په دې ناسته کې د «دواړو خواوو د خوښې وړ برخو کې د نظامي همکاریو پر اوسني وضعیت او د پراختیا پر لرلید» خبرې شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې دواړو لوریو د لیدنې په پای کې د «منظمو او سیستماتیکو همکاریو د رامنځته کولو لپاره پر ګډو ګامونو» هوکړه کړې ده.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

کارپوهان وايي چې د روسیې اصلي اندېښنه د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر وړاندې راپورته کېدونکي ګواښونه دي.

روسي چارواکو، په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د استازي په ګډون، تل په افغانستان کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو له شتون او ګواښونو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.