لویدیځه اسیا

محمد بن سلمان: پر ایران په برید کې د سعودي له هوايي فضا کارونې اجازه نه ورکوو

انځور، د سعودي عربستان ولی عهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې ریاض به د تهران پر وړاندې د نظامي اقداماتو لپاره د خپلې هوايي فضا یا خاورې د کارولو اجازه ورنکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، بن سلمان د خپل هېواد ملاتړ له هرې هغې “هڅې چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي” تایید کړ، ترڅو په سیمه کې امنیت او ثبات پیاوړی شي.

له دې وړاندې، ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې پزشکیان بن سلمان ته ویلي، تهران د نړیوالو قوانینو په اډانه کې له هر هغې پروسې چې د جګړې مخه نیسي، هرکلی کوي.

د سعودي عربستان د وليعهد دا څرګندونې د متحده عربي اماراتو له ورته بیان وروسته کیږي؛ اماراتو هم ویلي و چې د دوی د هوايي فضا یا اوبو له لارې به د ایران پر وړاندې د هیڅ ډول نظامي اقدام اجازه ورنکړي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې یو “سمندري لښکر” (ناوګان) د ایران په لور روان دی، خو هیله لري چې کارولو ته یې اړ نه شي؛ د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام په اړه بې‌اعتمادي لا هم دوام لري.

د تهران په اړه د ټرمپ خبرداری د لاریونوالو د وژلو یا د اتومي پروګرام د بیا پیلولو په غبرګون کې و؛ خو له هغه وخته راهیسې سراسري اعتراضونه یو څه آرام شوي دي.

دوه امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ دغه خبري آژانس ته وویل، چې د امریکا یوه الوتکه‌وړونکې بېړۍ او ملاتړې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلي دي، چې دا چاره له امریکایي ځواکونو څخه د دفاع یا د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام لپاره د ټرمپ وړتیاوې زیاتوي.

ایران له هغو اعتراضونو سره لاس او ګرېوان دی چې د بشري حقونو د ډلو په وینا، امنیتي ځواکونو په کې زرګونه کسان د لارویانو په ګډون وژلي دي.

په لویدیځ کې مېشت د دغه هېواد د بشري حقونو بنسټونه دا ناارامۍ د ۱۹۷۹ کال په انقلاب کې د شیعه روحانیونو له واک ته رسېدو وروسته تر ټولو سخت ځپل بولي.

خو د ایران دولتي چارواکو بیا دا ناارامۍ او وژنې د جلاوطنه مخالفو ډلو تر ملاتړ لاندې “تروریستانو او بلواګرو” ته منسوبې کړې دي.