افغانستان

د طالبانو د جامو اغوستلو قانون په اعتراض کې د بدخشان پوهنتون د نجونو محصلینو لاریون

عکس از آرشیف

د بدخشان پوهنتون یو شمېر نجونې محصلینې وايي چې په دغه پوهنتون کې طالب مسوولینو، پوهنتون ته د هغو نجونو د دننه کېدو مخه نیولې چې چادري یې نه لرله او څو تنه محصلینې یې وهلې ټکلوې دي او له همدې امله هغوی اعتراض کړی دی.

هغوی زیاتوي، وروسته له هغې چې طالبانو پوهنتون ته له چادري پرته نجونو د دننه کېدو مخه نیولې، له بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر نجونو محصلینو، د بدخشان پوهنتون د دروازې مخې ته د «زده‌کړې زموږ حق دی، پرېږدئ ژوند وکړو» شعار په ورکولو اعتراض وکړ.

یوه اعتراض‌کوونکې محصله مولوده وایي: «نن سهار کله چې پوهنتون ته راغلو، امربالمعروف او د پوهنتون ګارد، پوهنتون ته زموږ د دننه کېدو مخنیوی وکړ. د هغوی دلیل دا و چې موږ برقع نه لرو. موږ هڅه وکړه چې دننه شو؛ خو هغوی زموږ مخه ونیوه. ان یو شمېر نجونې یې په بې‌رحمۍ سره ووهلې او ښه وضعیت نه لري. موږ د نورو نجونو په مرستې، وهل شوې نجونې روغتون ته ولېږدولې.»

هغې په دوام کې وویل: «د نجونو له وهلو ټکولو وروسته، د پوهنتون له بهر او دننه څخه ګڼ شمېر نجونې راټولې شوو او اعتراض مو وکړ. زموږ اعتراض دوام درلود چې د پوهنتون رییس او د طالبانو د امربالمعروف رییس راغلل او د پوهنتون د ګارد او د امربالمعروف د کسانو د ناوړه چلند له امله یې بښنه وغوښته؛ خو موږ ته یې وویل چې باید برقع ولرو.»

ویل کېږي، چې د بدخشان پوهنتون رییس او د طالبانو د امربالمعروف رییس د نجونو د اعتراض پایته رسولو لپاره، د پوهنتون د ګارد او د هغو محتسبینو د ګوښه کولو ژمنه ورکړې ده چې د نجونو په وهلو ټکولو کې یې لاس درلود.

د بدخشان پوهنتون بله محصله ماه‌جبین د نن ورځې د پېښې په اړه وایي: «زموږ لاریون د نجونو له وهلو ټکولو وروسته پراخ شو او له زیات شمېر نجونو سره مو اعتراض وکړ او خپل حق مو وغوښت چې هماغه زده‌کړې، کار او ازادي ده. موږ نور د دوی ظلم نه شو زغملای. موږ یې له ژوند څخه ستړې کړې یو او زموږ اعتراض به پر واټونو هم دوام ولري او هېڅکله نه تسلیمېږو.»

ویل کېږي پوهنتون کې دننه له څو ساعته اعتراض وروسته، یو شمېر محصلینو د شعارونو په ورکولو سره د طالبانو د محدودیتونو پرضد سړکونو ته راووتلې او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړ.

په همدې حال کې د بدخشان پوهنتون یو شمېر نورې نجونې زده‌کړیالانې وایي: «موږ پوهېږو چې دغه اعتراض کومه ګټه نه لري او نړۍ موږ هېرې کړې یو. زموږ صبر پایته رسېدلی نو ځکه مو اعتراض وکړ او خپل حق مو وغوښت.ِ»

د ویلو ده، چې بدخشان پوهنتون کې طالب مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو او ښځو پروړاندې محدودیتونه لګول شوي او بدخشان کې هم ښځې له دغو محدودیتونو خوندي نه دي پاتې. له دې مخکې هم د بدخشان په پوهنتون کې طالب مسوولینو دغه ښوونیز مرکز ته له چادري پرته د نجونو د دننه کېدو مخه نیولې وه.