Uncategorized @ps

روسیې یو ځل بیا د یخنۍ په موسم کې د اوکراین د برېښنا پر شبکو بریدونه وکړل

انځور- ارشیف څخه

 اې پي اژانس وايي په داسې حال کې چې د اوکراین پلازمېنه کییف او نور ښارونه د یخنۍ له سختې څپې (منفي ۱۲ درجې) سره مخ دي، روسیې په تېرو څلورو ورځو کې د دویم ځل لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه کړي دي. دغه بریدونه چې هدف یې د برېښنا شبکې دي، داسې مهال کېږي چې جګړه خپل څلورم کال ته نږدې شوې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې روسیې په تېره یوه شپه کې نږدې ۳۰۰ ډرون الوتکې، ۱۸ بالستیک او ۷ کروز توغندي پر ۸ بېلابېلو سیمو توغولي دي.

په خارکیف کې د یوه برید له امله په یوه پوستي مرکز کې ۴ تنه ووژل شول او په کییف کې سلګونه زره کورنۍ له برېښنا بې‌برخې شوې دي. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو دا د ښار په تاریخ کې د برېښنا تر ټولو لویه قطع کېدنه وبلله.

 په کییف کې له ۵۰۰ څخه زیاتې د اوسېدو ودانۍ له مرکزي ګرمۍ بې‌برخې دي. حکومت د “ماتې نه منلو” په نوم خیمې درولې دي، چې خلک پکې خپل موبایلونه چارجوي او ځانونه ګرموي.

 یوې ۳۰ کلنې مېرمنې “اولینا داویدوا” AP ته وویل چې ۵۰ ساعته یې برېښنا نه لرله او اوس له خپلو دوو پیشوګانو او ماشوم سره یو ځای په یوه بستر کې ویده کېږي ترڅو ګرم پاتې شي.

امریکا د روسیې دا بریدونه “خطرناک او نه توجیه کېدونکي” بللي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د سولې خبرې پر مخ بوځي.

 په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل چې روسیه له “ژمي څخه د یوې وسلې په توګه” کار اخلي ترڅو د خلکو مقاومت مات کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ۲۰۲۵ کال د اوکرایني ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی کال و. په دغه کال کې ۲۵۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲۱۴۲ نور ټپیان شوي دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

له بلې خوا، اوکراین هم د روسیې په دننه کې د “تاګانروګ” په ساحلي ښار کې د ډرون الوتکو د جوړولو یوه فابریکه په نښه کړې ده، چېرته چې د روسي پوځ لپاره مهمې بې‌پیلوټه الوتکې جوړېدلې.