Uncategorized @ps

غزه کې د سختو بارانونو او بادونو له امله څلور تنه ووژل شول

انځور له ارشیف څخه

د العربیه د راپور له مخې  په غزه کې د روغتون چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه د سختو بارانونو او بادونو له امله یو تنکی ځوان، دوه ښځې او یو سړی هغه مهال ووژل شول چې د ودانیو نیم‌کنده دېوالونه یې پر خیمو راونړېدل.

د دوه کلنې ویجاړونکې جګړې او د سرپناه د نشتوالي له امله، د غزې اوسېدونکي په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. که څه هم د اکټوبر له ۱۰مې راهیسې اوربند نافذ دی، خو مرستندویه ټولنې وایي چې فلسطینیان د ژمي د سختو توپانونو پر وړاندې هېڅ ډول خوندي ځای نه لري.

د غزې تر ټولو لوی روغتون “شفا” وویل چې په وژل شویو کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ او یو ۷۲ کلن سپین‌ږیری هم شامل دي. په یوه پېښه کې د ښار په لویدیځه برخه کې یو دېوال پر خیمه نړېدلی او یوه ښځه یې وژلې، په بله پېښه کې چې د سمندر غاړې ته نږدې شوې، د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

 د “زوایده” په سیمه کې انځورونه ښيي چې خیمې په اوبو کې ډوبې دي او خلک یې د بېرته جوړولو هڅه کوي. یاسمین شلحه، چې د پنځو ماشومانو مور ده، له اسوشیټډ پریس سره په خبرو کې وویل: «بادونه ډېر سخت وو او خیمه راباندې راونړېده، زموږ وضعیت ډېر خراب دی.»

یو بل ۷۲ کلن کډوال، محمد السوالحه وایي: «موږ خپل پاخه کورونه پرېښودل، اوس په خیمو کې ژوند کوو. زموږ ژوند تر څارویو هم خراب دی.»

ډېری فلسطینیان په داسې حال کې په نادودو خیمو کې ژوند کوي چې کورونه یې د اسراییلي بمباریو له امله په کنډوالو بدل شوي دي.

مرستندویه ادارې وایي چې د اوربند پر مهال هم اسراییل د خیمو او سرپناه لپاره د اړتیا وړ موادو د وړلو مخه نیسي.

دا د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د جګړې له پیل وروسته درېیم ژمی دی چې د غزې دوه میلیونه نفوس یې په ډېر بد حالت کې تېروي.

د روغتیا وزارت وایي چې د ژمي له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶ ماشومان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

دغه وزارت دا هم ویلي چې د اوربند له پیل (شاوخوا درې میاشتې وړاندې) راهیسې ۴۴۲ کسان د اسراییلي ځواکونو په ډزو وژل شوي او جسدونه یې روغتونونو ته انتقال شوي دي.