افغانستان

نیوز ۲۴: ترکیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ له منځګړیتوبه ووتله

انځور له ارشیف څخه

ترکیې له میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو او د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له رول څخه لاس واخیست.

د نیوز ۲۴ د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب څو پړاویزې خبرې اترې کومې ملموسې پایلې ته ونه رسېدې.

 د دغه راپور پر بنسټ، ترکي چارواکو اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات داسې دي چې په اوسنیو شرایطو کې د منځګړیتوب دوام کومې پایلې ته رسېدل لری بولي.

امنیتي او ډیپلوماټیکو سرچینو چې له سي‌این‌این نیوز ۱۸ شبکې سره یې خبرې کړي، وایي چې طالبان د پاکستان د اصلي غوښتنو منلو ته حاضر نه دي او دا غوښتنې پر فشار ولاړې او تحمیلي ګڼي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د پاکستان لخوا مطرح شوي شرایط «نامشروع» بللي او رد کړي یې دي. دغو سرچینو ویلي چې طالبانو ترکیې، قطر او سعودي عربستان ته ویلي چې دوی نشي کولای له هغو ترتیباتو سره موافقه وکړي چې تر سیاسي او امنیتي فشار لاندې تنظیم شوي وي.

په ورته وخت کې، اسلام‌اباد هم ونه توانېد چې د دغو مذاکراتو پر مهال له طالبانو څخه لیکلي تضمینونه ترلاسه کړي.

د دې ترینګلتیا په مرکز کې د پاکستان پراخې غوښتنې قرار لري؛ چې په کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو سپارل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پنځه کیلومتره په واټن د یوې حایلې سیمې رامنځته کول، د افغانستان پر ټرانزیټ او سوداګرۍ سخت نظارت، او له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو سمدستي ایستل شامل دي. طالبانو دا غوښتنې د خپل حاکمیت پر خلاف بللي او په کلکه یې رد کړي دي.

په همدې حال کې، د منځګړو ترمنځ هم د نظر د اختلاف نښې راپور شوي دي. د هغو امنیتي سرچینو په وینا چې سي‌این‌این نیوز ۱۸ ورته اشاره کړې، پاکستان خبرداری ورکړی که چیرې پر فرضي کرښه بریدونه ونه درول شي، ممکن د افغانستان په خاوره کې دننه په نظامي اقدام لاس پورې کړي.

تحلیلګران وایي چې د منځګړیتوب له بهیر څخه د ترکیې وتل کولای شي د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو ډیپلوماټیکې هڅې له نوې ننګونې سره مخ کړي، په داسې حال کې چې د دواړو لورو اړیکې لا هم ترینګلې پاتې دي.