د جاپان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره یې د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د جاپان سفارت وایي چې دا پیسې به د افغانانو د لومړنیو انساني اړتیاوو د پوره کولو او د مرستو رسولو د عملیاتو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي، دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان د نا دولتي بنسټونو له لارې په اړمنو خلکو ووېشل شي.
د جاپان د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان د ټولو ژمنه شویو مرستو کچه له ۵۴۹ میلیونه ډالرو څخه واوښته.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي چې ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ په کچه یو له سترو بشري ناورینونو سره مخ هیوادونو څخه بولي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ، پراخې وزګارۍ او د مرستندویه ادارو د بودیجې د کمښت له امله میلیونونه خلک نړیوالو مرستو ته سترګې پر لار دي.
