افغانستان سوداګري

طالبان: د قرغیزستان لوړپوړی اقتصادي پلاوی کابل ته رسېدلی

کابل ته د قرغیزستان د اقتصادي او سوداګرۍ سکتور ورغلي پلاوي عکس

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د قرغیزستان څخه یو لوړپوړی اقتصادي پلاوی د دغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ د مرستیالانو په مشرۍ، د سې‌شنبې په ورځ ناوخته کابل ته رسېدلی دی.

د اعلامیې لمخې، په دې پلاوي کې د قرغیزستان د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورت وزارتونو مرستیالان، او دغه راز د خصوصي سکتور یو شمېر استازي، د سوداګرۍ خونې غړي شامل دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دې سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د کچې لوړول دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د قرغیزستان د پلاوي غړي به د دې سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره لیدنې ولري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي قرغیزي پلاوی به د سوداګریزې همغږۍ په کنفرانس او دوه‌اړخیزو اقتصادي ناستو کې هم ګډون وکړي، او ورسره به په افغانستان کې د یو شمېر صنعتي تاسیساتو او د بېلابېلو تشبثاتو له فعالیتونو لیدنه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، چې دا سفر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په بلنه ترسره شوی او د هغه د تېر سفر په دوام دی، چې د طالبانو یو پلاوی پخوا د یوه اقتصادي فورم د ګډون لپاره قرغیزستان ته تللی و.