افغانستان کډوالي

ایرانی چارواکی: نږدې ۵ میلیونه افغان کډاول په دغه هېواد کې مېشت دي

نادر یاراحمدي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو مرکز مشر، نادریاراحمدي، وايي چې نږدې ۵ میلیونه افغان کډاول په دغه هېواد کې مېشت دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي ویلي دي چې د “ناقانونه اتباعو د بېرته ستنېدو د طرحې” له پیل راهیسې، ۱.۶ میلیونه بې اسنادو افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

نادر یاراحمدي له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: “دا شمیر وګړي چې له هېواد څخه ایستل شوي دي، د هېواد د ټولو افغان اتباعو له شمیر څخه کمیږي.

نومړی زیاتوي، په ټولیز ډول، که ۱ میلیونو او ۶۰۰ زرو ایستل شوي کسان له ۶ میلیونو او ۱۰۰ زرو افغان اتباعو څخه کم کړو، نو ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره اتباع مو په هېواد کې پاتې دي. البته، دې ته په کتو چې له ټولو پولو څخه ناقانونه تګ راتګ روان دی، له ۴۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې افغان اتباع په بې ثباته بڼه په جریان کې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان مهاجرینو بیا راتلل دې هېواد ته زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له اسراییلو سره د دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د اجباري اخراج لړۍ لا پسې چټکه کړې ده. دغه هېواد په وروستیو اونیو کې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ تنه افغان کډوال په اجباري او یا اختیاري ډول شړلي دي.

که څه هم د ایران دا اقدام د بشري حقونو سازمانونو او د مهاجرینو د حقونو مدافعینو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی؛ خو دغه هېواد لا هم دې لړۍ ته دوام ورکړی دی.