افغانستان سیاست

د پاکستان عالمانو شورا: طالبان دې د افغان علماوو وروستی پرېکړه ‌لیک، عملي کړي

د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا محمود اشرفي

د پاکستان د علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د افغان علماوو وروستی پرېکړه ‌لیک، چې د بهرنيو جګړو پر ضد صادر شوی، په عملي ډول پلی کړي.

د یادې شورا مشر، طاهر محمود اشرفي، د یکشنبې په ورځ وویل چې تر زرو ډېر افغان عالمانو دغه پرېکړه‌ لیک لاسلیک کړی او دا یې «په سم لوري یو مثبت ګام» وباله.

نوموړي زیاته کړه:اوس د طالبانو د سرپرست حکومت مسؤلیت دی چې د خپلو علماوو لخوا خپره شوې وروستۍ اعلامیه عملي کړي.

ډان نیوز د اشرفي له خولې راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان د علماوو په دریځ کې هېڅ توپیر نشته.

هغه وویل: په دې اعلامیه کې دوه اساسي ټکي دي؛ لومړی، افغان عالمان وايي چې د افغانستان پر خاوره تېری د منلو وړ نه دی، او موږ وایو چې پاکستان کې ترهګري د منلو وړ نه ده.

دویم، دوی وايي چې د افغانستان خاوره باید د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي، او موږ هم همدا نظر لرو. نه باید له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه وشي او نه له پاکستان څخه پر افغانستان.

اشرفي په سیمه کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار وکړ او دا یې د ټولو هېوادونو په ګټه وبلله. هغه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب هڅو له امله د ترکیې، قطر او سعودي عربستان مننه وکړه.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د وسلوالو ځواکونو پر وړاندې د غږ پورته کولو هره هڅه به په کلکه وځپل شي.

اشرفی داغه راز وویل، که اړتیا شي، مذهبي مدرسې او جوماتونه به د هېواد د امنیت او ثبات د دفاع لپاره چمتو وي، او ټینګار یې وکړ چې د هېواد ساتنه یو ګډ مسؤلیت دی.

د پاکستان د علماوو شورا مشر همداراز پر ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د هېواد د دفاع، اقتصاد او داخلي ثبات د پیاوړتیا لپاره سره کېني او ګډې خبرې وکړي.

د افغان طالبانو دیني عالمانو په وروستي پرېکړه ‌لیک کې، چې د سلګونو کسانو له‌خوا لاسلیک شوی، ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او له هېواده بهر وسلواوالې جګړې او بریدونه شرعاً او قانوناً د منلو وړ نه دي.

په پرېکړه ‌لیک کې ویل شوي چې هېڅ افغان حق نه لري له افغانستان څخه بهر په جګړو کې برخه واخلي او یا د تاوتریخوالي هڅونه وکړي، او که څوک دا کار کوي، باید ورسره قانوني چلند وشي.