د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف علي دراني، د کابل د دیني عالمانو د پرونۍ غونډې په اړه ویلي چې افغان علماوو ډېرې مهمې پرېکړې کړي دي، چې کولای شي د افغانستان او سیمې په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
دراني لیکلي چې د غونډې ګډونوالو د پرېکړهلیک په صادرولو سره څرګنده کړې چې هېڅوک حق نه لري د جهاد تر عنوان لاندې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره ولاړ شي.
په پرېکړهلیک کې همدارنګه ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هر ډول سرغړونه د منلو وړ نه ده.اصف دراني ویلي چې دغه پرېکړهلیک د افغان دیني عالمانو ګډ فکر او مسوولیت څرګندوي او ښکاري چې موخه یې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو پیغام ورکول دي.د هغه په وینا، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرتابه چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده سره بیعت لري، باید د افغان عالمانو دا پرېکړه ومني او وسلې پر ځمکه کښېږدي.دراني زیاتوي چې پاکستان باید د افغان دیني عالمانو د دې پرېکړهلیک هرکلی وکړي او له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ راکم شي او سیمهییز امنیت ته لاره هواره شي.
