د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند استازي وویل چې یوازې د تنبیه پر بنسټ پالیسۍ د تېرو څلور نیمو کلونو په جریان کې د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ څرګند ګټور پایله نه ده لرلې او یوازې د موجوده وضعیت دوام ته یې لاره هواره کړې ده.
هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید پر یو اړخیز فشار دتمرکز پر ځای، د طالبانو سره د تعامل په برخه کې یوه عملي او واقعبینانه تګلاره خپله کړي.
د هند استازي وویل چې نړیوالې پالیسۍ باید د (نرمۍ، دمیداني واقعیتونو درکولو او د افغانانو د ژوند دښه کولو لپاره د واضح هدف) پر بنسټ جوړې شي.
هغه زیاته کړه چې د مثبتو اقداماتو هڅونه کولی شي د بدلون لاره اسانه کړي، پداسې حال کې چې تنبیهي تګلاره، یوازې سیاسي او بشري بندون ته رسېدلې ده.
هغه یادونه وکړه د هند لخوا د سفارت تر کچې د کابل د تخنیکي دفتر لوړول ددې هېواد د پالیسۍ یوه برخه ده څو د مسؤلانه تعامل دوام او د افغانانو د پراختیايي اړتیاوو ملاتړ یقیني کړي.
