د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د متحده عربي اماراتو نوي سرپرست سیف محمد الکتبي، خپل باورلیک امیرخان متقي ته سپارلی او دواړو لورو د دوشنبې په ملاقات کې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اماراتو د ډيپلوماتیک ماموریت مشري عیسی سالم محمد الظاهري کوله چې په ۲۰۱۸ کال کې ټاکل شوی و.
متحده عربي اماراتو هم تېر کال د طالبانو د سفیر باور لیک منلې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د اړیکو د پراختیا ګڼ فرصتونه شته او باید ګټه ترې واخیستل شي.
نوموړي د ویزو د اسانتیا او د سوداګرۍ د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.
نوي سرپرست الکتبي ویلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې به پر نوو پروژو کار کوي.
متحده عربي اماراتو تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نده پېژندلې، او دغه راز د اماراتو بهرنیو چارو وزارت له امیرخان متقي سره د خپل نوي سرپرست سفیر د دې لیدنې په اړه څه ندي ویلي
