افغانستان

کابل کې څو تنه ښځې هغو نجونو ته چې له ښوونځي بې‌برخې دي په پټه زده‌کړې ورکوي

کابل کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو، له ښوونځیو پاتې نجونو لپاره په لاس کې لرلو امکاناتو سره، حضوري او انلاین درسي ټولګي رامنځته کړي دي. هغوی دې بهیر ته د ودې ورکولو لپاره، د نورو د همکارۍ غوښتونکې دي.

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره، افغانستان کې پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول شول چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځیو تړل، یو له هغوی څخه دی؛ هغه اقدام چې زیات کورني او بهرني غبرګونونه یې پارولي دي؛ خو تر اوسه یې د طالبانو پر دې پرېکړې کوم اغېز نه دی لرلی.

اوس کابل کې یو شمېر ښځې په کم‌مخینې اقدام کې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره په پټه توګه درسي ټولګي رامنځته کړي دي.

هغوی وایي چې امکانات یې ډېر کم دی او یوازې توانېدلي کم شمېر پر شرایطو برابرې نجونې په دغه ښوونیزه دوره کې وټاکي.

افغانستان کې د نجونو دردونکی وضعیت

د دغه ښوونیز بهیر یوه بنسټ اېښوودونکې نیسار رحیمي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «زموږ د دغه کار موخه، له زده‌کړو بې‌برخې نجونو ته د درس ویلو زمینې برابرول ده. موږ شاهد یو چې افغان نجونې، له خپلو بنسټیزو حقونو چې روزنو ته لاسرسی دی، بې‌برخې دي او دا ډېره دردونکې ده. له همدې امله موږ پرېکړه وکړه، چې نجونو ته روزنه ورکړو.»

هغې په دې لار کې له مخ شویو ننګونو ته په اشارې وویل: «موږ اړ یو په پټه توګه فعالیت وکړو ترڅو ځان او زده‌کوونکې د ناامنۍ له خطر څخه خوندي وساتو.»

رحیمي ټینګار وکړ: «تر اوسه توانېدلي یو درې ټولګي رامنځته کړو، که ښوونیز امکانات برابر کړای شو، لا زیات ټولګي به جوړ کړو. له هغو کسانو چې امکانات په لاس کې لري زموږ غوښتنه دا ده، چې له افغان نجونو په ملاتړ هغوی له بې‌برخلیکۍ وژغورو.»

یوه ښوونکې زهرا فاطمي چې په رضاکاره توګه نجونو ته زده‌کړې ورکوي وایي، ویاړي چې توانېدلي تر خپلې وسې له ښوونځي بې‌برخې نجونو ته خدمت وکړي.

فاطمي دوام ورکړ: «موږ وینو چې افغان نجونې په څه ډول وضعیت کې دي او په بې‌برخلیکۍ سره د کور په یوه څنډه کې د زنداني په توګه دي. دا چې موږ توانېدلي یو دغو نجونو ته لږ څه زمینه برابره کړو د خوښۍ ځای دی او زه ژمنه یم ترڅو دغې پروژې ته وده ورکړو.»

نوې هیله مې پيدا کړې

تمنا یوه زده‌کوونکې ده چې د دغه ښوونیزو مرکز په نهم ټولګي کې په پټه توګه پر درس ویلو بوخته ده او په دې موده کې یې ډېر څه زده‌‌کړي دي.

تمنا وايي: «یو کال کېده چې د ښوونځیو بیا پرانیست ته په تمه وو؛ خو له بده‌مرغه تر اوسه تړلي دي، اوس په یوه پټ ټولګي کې درس وایم. ډېر ګټور و راته او نوې هیله مې پیدا کړې ده.»

اوسمهال ۱۰۰ زده‌کوونکې د دغه ښوونیز مرکز تر پوښښ لاندې دي. د دغه ښوونیز مرکز مسوولان وایي، چې هڅه کوي خپلې مفکورې ته وده ورکړي ترڅو لا زیاتې نجونې د زده‌کړو لپاره جذب کړي.

په دغه ښوونیز مرکز کې همداراز ۱۵ ښځې ښوونکې پر کار بوختې دي چې لیسانس او ماسټرۍ برخو کې زده‌کړې لري.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز، له لسګونو هغو محدودیتونو څخه دی چې طالبانو پر افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي. کارپوهان باوري دي ترڅو چې دغه محدودیتونه لیري نه شي، نړیواله ټولنه به له طالبانو سره تعامل ونه کړي.