افغانستان سیاست

سرچینې: د تاجکستان لوړپوړي پلاوي کابل کې له امیرخان متقي سره لیدنه کړې

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي، د تاجکستان لوړپوړي حکومتي پلاوي تر اوسه له امیرخان متقي سره لیدنه کړې او تمه کېږي چې دغه پلاوی به د طالبانو له رئیس‌الوزرا محمدحسن اخند، او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره هم وګوري.

د سرچینو په وینا، د تاجکستان د هیئت نورې ناستې له رئیس‌الوزرا او د استخباراتو له مشر سره تنظیم شوې دي.

دا کابل ته د تاجکستان لومړنی لوړ پوړی پلاوی دی چې کابل ته رسمي سفر کوي، او د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه وروستی ګاونډي ګڼل کېږي چې له طالبانو سره د اړیکو د بیا فعالېدو په لور ګام اخلي.

د طالبانو سرچینې وايي چې په پلاوي کې؛ د امنیتي او استخباراتي ادارو، د بهرنيو چارو وزارت او د حکومت نور لوړپوړو غړو ۱۴ تنه تاجیکي چارواکي شامل دي.

تاجکستان چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له طالبانو سره هر ډول رسمي اړیکې پرې کړې وې او د کابل سفارت یې تړلی پاتې و، پرون خپل لوړپوړی پلاوی کابل ته واستاوه.

تاجکستان د طالبانو د حکومت د رسمیت نه‌ پېژندلو ترڅنګ، د مقاومت جبهې یو شمېر غړو ته هم په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

سیاسي شنونکي باور لري چې د تاجیکي پلاوي دا سفر ښايي د طالبانو سره د سیاسي تعامل د پیل یوه نښه وي، او دوشنبه د خپلو امنیتي او سیمه‌ییزو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي.

د تاجکستان پلاوی د سرحدي ځواکونو د ملي امنیت د کمېټې د لومړي مرستیال، د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي، د سرحدي ځواکونو د قومندانۍ استازو، د ملي امنیت لوړپوړي کارپوه، د تاجکستان د بدخشان ولایت د مرستیال والي او نورو امنیتي چارواکو څخه جوړ دی.

نظامي شنونکي وايي چې د افغانستان له خاورې د نشه یي توکو قاچاق، د وسلو لېږد او نور امنیتي ګواښونه هغه لاملونه دي چې تاجکستان یې کابل ته د لوړپوړو چارواکو د سفر لپاره وهڅاوه.

، د پوځي چارو کارپوه بسم‌الله تابان، وايي:
«له افغانستانه راولاړېدونکي ګواښونه، په ځانګړي ډول د وسلو قاچاق، د نشه‌يي توکو لېږد او د ترهګرۍ خطرونه د تاجکستان لپاره جدي اندېښنې دي، او همدا عوامل د تاجکستاني چارواکو د سفر اصلي دلیل دی.»

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تاجکستان په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره هېڅ ډول رسمي ډیپلوماتیک تعامل نه‌ درلود، او هلته پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د پخواني حکومت سفیرلخوا اداره کیږي.