افغانستان کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې نږدې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي دي

له پاکستانه د راستانه شوي کډوالو انخور

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي، چې یوازې د تېرې ورځې (شنبه، ۲۴ عقرب) په ترڅ کې پاکستان ۵۸۸۶ افغان کډوال له هغه هېواده ایستلي دي.

دغه راز، د دې کمېسیون په وینا، ۱۰۰ نور افغان کډوال د ایران له لوري په اجباري او اختیاري ډول ایستل شوي دي.

دغه کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌قلعه او پل ابریشم له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ مخکې هم ۸۶۴۲ افغانان له هېواده وایستل چې ډېری یې په اجباري ډول افغانستان ته داخل شوي دي.

له دې سره سم، پاکستاني رسنیو تازه خبر ورکړی چې د راولپنډۍ پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره یو ځانګړی ځانګړی عملې ټیم جوړ کړی دی، څو هره ورځ نیول شوي کډوال لومړی موقتي کمپونو ته انتقال او وروسته افغانستان ته واستول شي.

د پاکستان د رسمي سرچینو په وینا، دا ځانګړې ډله ۱۳ جلا ډلې لري چې هره یوه یې څلور پولیس، یو پلي څېړونکی او د درېیو ادارو د ترهګرۍ ضد څانګه، استخبارات، او ځانګړې څانګې یو تن استازی پکې شامل وي.

د راولپنډۍ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي ویلي:


«پاکستان د حکومت د هدایت له مخې، هغه افغان کډوال چې د اوسیدو قانوني اسناد نلري، پر وړاندې یې د پولیسو عملیات روان دي؛ خو د پولیسو کارکردګي د قناعت وړ نه وه.

له همدې امله یوه ځانګړې ډله جوړه شوې چې هره ورځ ناقانونه افغانان ونیسي او د لیږد مرکزونو ته یې انتقال کړي.»

پاکستاني رسنۍ زیاتوي چې دې ځانګړو ټیمونو ته لارښوونه شوې، چې دوی ته به نورې دندې نه ورسپارل کېږي او یوازې د افغان مهاجرو د نیولو دنده دې ترسره کړي.