محمد جعفر سلطاني د اسلامی هیوادونو د همبستګۍ په سياليو کې د برونزو مډال ګټلو سره ځلیدلی
د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي محمد جعفر سلطاني، د «اسلامي هېوادونو د همبستګۍ» په سیالیو کې د عربستان څخه د سیال په ماتولو سره د برونزو مدال خپل کړ.
سلطاني د ۷۰ کیلو وزن په کټګورۍ کې په یوهڅلورمه پایلوبه کې خپل سیال مات کړ او د سیالیو نیمهپړاو ته ورسید.
جعفر سلطاني تر دې مخکې هم په همدې لوبو کې د یمني سیال ته ماتې ورکړې وه.
د اسلامي هېوادونو پېوستون «امت واحد» سیالۍ د سعودي عربستان په کوربه توب په ریاض ښار کې دوام لري.
