افغانستان

پنجشېریان د طالبانو له لوا سره نه یو ځای کېږي

د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې په دغه ولایت کې د دې ډلې له لوا سره له پنجشېر څخه یوازې ۵۰ ځوانان یو ځای شوي دي. ټاکل شوې وه طالبان په پنجشېر کې درې زره کسیزه لوا جوړه کړي.

پنجشېر کې د دوو سرچینو په وینا د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د وږي په وروستیو کې یوه فرمان کې د پنجشېر په دشتک سیمه کې د یوې درې زره کسیزې لوا او د ۲۵۰ نویو پوستو د جوړولو غوښتنه کړې وه. خو د طالبانو رسمي شمېرې ښیي چې د دغه ولایت ځوانان د دې ډلې له لیکو سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا نه لري.

د دغو سرچینو شمېرې ښیي، چې طالبان په پنجشېر کې لږ تر لږه ۷ زره او ۵۰۰ جنګیالي لري. ډېری دغه جنګیالي د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي دي.

اوس د طالبانو چارواکي پنجشېر کې د هغوی له لیکو سره د یو ځای شویو کسانو په اړه دوه ډوله شمېرې وړاندې کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي، چې تر اوسه د پنجشېر یوازې ۵۰ اوسېدونکو په خپله خوښه د طالبانو په دې لوا کې د جذبېدو لپاره نوملیکنه کړې ده.

دغه شمېر یوازې د درې زره کسانو یو نیم سلنه برخه کېږي چې طالبانو غوښتل د دغه ولایت له اوسېدونکو یې جذب کړي.

په همدې حال کې پنجشېر کې د طالبانو د جلب او جذب مرکز رییس حسن‌البنا آمو ته وویل، چې تر اوسه په دغه مرکز کې یوازې ۱۰۰ تنه پنجشېریانو نوملیکنه کړې ده چې ۶۵ تنه یې د پوځي روزنو لپاره کابل ته روزنیز او محاربوي مرکز ته لېږل شوي دي.

د نوموړي په وینا د هغوی له خوا د خلکو د جذبولو بهیر دوام لري.

د طالبانو د دفاع وزارت جمعه د تلې پر ۲۲ ټویټر کې په یوه پیغام کې د طالبانو د دفاع له وزیر ملا یعقوب څخه انځورونه خپاره کړل او ویې ویل، چې هغه پنجشېر څخه له جذب شویو کسانو سره په کابل کې لیدلي دي.

د پوځي چارو یو کارپوه وایي چې طالبان تر اوسه د پوځ جوړولو معیارونو ته نه دي رسېدلي.

ثمر سادات زیاتوي: «پوځ جوړول یو لړ معیارونه لري، چې طالبان تر اوسه نه دي ورسېدلي او غواړي خلک وغولوي.»

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پنجشېر د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو یو اصلي مرکز و. تېر یوه کال کې په پرله‌پسې توګه د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

طالبان په پنجشېر کې د ملکي وګړو او جنګي بندیانو پر وژلو تورن شوي دي. د طالبانو په لاس د مقاومت جبهې د بندیانو له وژنو خپرو شويو انځورونو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه وپارول. کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې د دغو وژنو د خپلواکو څېړنو لپاره یې خپل راپورورکوونکي پنجشېر ته لېږلي دي.

پنجشېر د کابل د شمال په سل کیلومترۍ کې تل د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې له اصلي سنګرونو څخه دی. دغه دره په ۱۹۹۰ کال کې د طالبانو لاس ته ونه رسېده. تېر یوه کال کې هم د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې په پنجشېر او د بغلان ولایت په اندراب دره کې شوې دي.