افغانستان

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د بشري حقونو د نقض دوام ته لاره پرانیزي

د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې درېیمې کمېټې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې وینا کې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د «جنسیتي اپارتاید» یادونه شوې، چې له مخې یې ښځې په منظم ډول له عامه ژوند، کار او زده کړو څخه بې برخې شوي او تعلیمي نظام قصداً تحریف شوی دی.

فایق د اعدامونو، شکنجو او انتقامي کړنو غندنه کړې او نړیوالو ته یې خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د ظلم او بې‌عدالتیو دوام ته مشروعیت ورکړي.

په دې وینا کې د یو سیاسي حل پر اړتیا ټینګار شوی چې د افغانانو پر مشرۍ رامنځته شي، د افغانانو ملکیت وي او په هغه کې د ښځو او مدني ټولنې بشپړه او معنا‌داره ونډه تضمین شي.

استازوي فایق ویلي، د افغانستان راتلونکی باید پر یو عادل، حساب ورکوونکي او د قانون د حاکمیت پر بنسټ جوړ شوي حکومت ولاړ وي، چې د خلکو اراده پکې څرګنده شي.

په پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د نقض د مخنیوي لپاره خپل ملاتړ بسیج کړي، د حساب‌ورکونې میکانیزمونه، په ځانګړي ډول د نړیوالې جزایي محکمې له لارې، پیاوړي کړي او د افغان کډوالو جبري ستنېدنه بنده کړي.