د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس ویلي، د هېواد د اټومي وسلو ازموینه د ملي امنیت د خونديتوب او د وسلو د مؤثریت د ډاډ لپاره اړینه ده.
وینس دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ۳۳ کلنې وقفې وروسته پوځ ته امر وکړ، څو د اټومي وسلو ازموینې بیا پیل کړي.
نوموړي د سپینې ماڼۍ مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:
«د امریکا د ملي امنیت یو مهم اړخ دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو زموږ اټومي وسله په سمه توګه کار کوي. البته موږ پوهېږو چې دا وسله سم فعالیت لري، خو وخت په وخت څارنه او ازموینه یې ضروري ده. ولسمشر غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دا پروسه په دوامداره او ښه توګه ترسره کېږي.»
د راپورونو له مخې، امریکا له ۱۹۹۲ کال راهیسې د اټومي وسلو فزیکي ازموینې نه دي ترسره کړې. د ټرمپ د نوې پرېکړې له مخې تمه کېږي چې دغه ازموینې به په نږدې راتلونکي کې بیا پیل شي، هغه ګام چې د نړیوالو بحثونو او اندېښنو لامل ګرځېدلی دی.
