د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د مشترک المنافع هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وړاندیز کړی چې د دې سازمان غړي هېوادونه دې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې ګډ کار وکړي.
د «گزیتا.رو» د وېبپاڼې د راپور له مخې، میرضیایف په خپله وینا کې د مشترک المنافع هېوادونو د مشرانو د شورا په غونډه کې «افغانستان ته ځانګړې پاملرنه» کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د زېربناوو پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات لامل شي.
د ازبکستان ولسمشر همدارنګه په دې غونډه کې ټینګار کړی چې د مشترک المنافع هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو او استخباراتي ادارو همکاري باید پیاوړې شي، څو د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وشي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د «مسکو فارمټ» په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې له روسیې څخه الهام واخلي او «د افغانستان اسلامي امارت» په رسمیت وپېژني.
