امنیت

مجاهد: له پاکستان سره خبرې درېیمې ورځې ته وغځېدلې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، وايي چې د طالبانو او د پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره په ترکيه کې روانې دي او دوی د دې خبرو د مثبت پایلې په اړه هیله‌مند دي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې دوی د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو پر لارې باور لري، خو که کوم هېواد پر افغانستان حمله وکړي، نو له متقابل غبرګون سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې جیو نیوز تېره ورځ راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو پلاوي خبرې اترې په استانبول ښار کې د اسلام‌آباد له خوا د وروستي دریځ وړاندې کولو وروسته د دویمې ورځې په پای کې پرته له کوم توافق څخه پای ته رسېدلې دي.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستاني پلاوي د دې غونډې په جریان کې خپل وروستی دریځ طالبانو ته وړاندې کړ او له دوی یې وغوښتل چې «د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره مشخص او عملي ګامونه واخلي.»

دغه سرچینې زیاتوي چې اسلام‌آباد ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د اصلي غوښتنو په اړه هیڅ ډول توافق ممکن نه دی او طالبان باید د ترهګرو ډلو په وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، د طالبانو د پلاوي دلایل «بې منطقه او له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې» دي او په دوی کې د «د بل چا د دستور نښې نښانې چې د افغانستان، پاکستان او سیمې د ثبات سره په ټکر کې دي» لیدل کېږي.

پاکستان د خبرو د دویمې ورځې په جریان کې خبرداری ورکړ چې د خبرو دوام د «د طالبانو مثبت چلند او جدي همکارۍ» پورې تړاو لري. سرچینې زیاتوي چې ترکیه هڅه کوي ترڅو طالبان قانع کړي چې عیني واقعیتونه او شواهد درک کړي او د نتیجې ترلاسه کولو لپاره لازمه همکاري وکړي.