د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري، ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) دوه وسلهوالې ډلې له سرحد څخه د راتېرېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو له برید سره مخ شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ طالب وسلهوال او د پاکستان د پوځ پنځه سرتېري وژل شوي دي.
چودري د یکشنبې په ورځ وویل، دا نښتې د جمعې او شنبې په ورځو (د اکتوبر ۲۴ او ۲۵مه) د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د «ګاکي» او شمالي وزیرستان د «سپین وام» په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا، د سپینوام په جګړه کې د تحریک طالبان پاکستان ۱۵ غړي او د کورمې د ګاکي په سیمه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د وژل شوو کسانو په منځ کې څلور ځانمرګي بریدکوونکي هم شامل دي.
د پاکستان پوځ ویاند وویل: «د فتنهګرې ډلې (تحریک طالبان پاکستان) دا نفوذي هڅې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان او د افغانستان د موقتي حکومت (طالبانو) پلاوي په ترکیه کې د ترهګرۍ پر موضوع خبرو ته ناست دي. دا موضوع د کابل د حکومت د ریښتینې ارادې په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.»
هغه وویل، اسلاماباد تل له طالبانو غوښتي چې پر پوله مؤثره اداره یقیني کړي او له هغو ډلو سره مبارزه وکړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې طالبانو ته پکار ده د دوحې تړون له ژمنو سره سم عمل وکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د پوځ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
