سیاست

رضا بهرامي: ايران د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ د منځګړيتوب لپاره چمتو دی

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا چارو مسئول رضا بهرامي، په کابل کې له مولوي کبير سره په لیدنه کې ويلي، چې ايران چمتو دی د طالبانو او پاکستان تر منځ د “ستونزو د حل” لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

تر دې وړاندې هم د ايران د بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد ولسمشر ټينګار کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی بايد د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي بهرامي همداراز ويلي، چې ايران به د افغانستان د وګړو لپاره ۲۰۰ زره کاري ويزې صادروي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مهاجرینو پر وضعيت سربېره، د سيمې د وروستيو بدلونونو په اړه هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي بهرامي له قوله ويل شوي، چې تمه ده د ايران لوړپوړي چارواکي د همکاريو د پیاوړتيا او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره کابل ته سفر وکړي.

عبدالکبير، چې د طالبانو د مهاجرینو وزیر دی، په دې لیدنه کې ويلي، چې د مهاجرينو د ستونزو د حل لپاره يو طرحه جوړه شوې او تهران ته به وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران له څو مياشتو راهيسې د افغان مهاجرينو پر دوامدار اخراج بوخت دی. د طالبانو د مهاجرينو د چارو د کمېسيون د شمېرو له مخې، په وروستيو اونيو کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغان مهاجر له ايران څخه اخراجېږي.