د افغانستان د ښځو د عدالت او پوهاوي غورځنګ وايي، هغه ولسي محکمه چې د طالبانو د مشرانو د محاکمې لپاره په هسپانیا کې په سمبولیک ډول جوړه شوې، د افغان مېرمنو د ماتو زړونو فریاد او د نړیوال عدالت غوښتنه ده.
دغه غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي: «دا سمبولیکه محکمه د افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو او د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو په نوښت جوړه شوې ده، څو د افغانستان د ښځو فریاد د نړیوالې ټولنې تر غوږونو ورسوي، د هغه نړۍ چې د دوی د کړاوونو پر وړاندې چوپه پاتې ده.»
د یاد غورځنګ په وینا، په دې محکمه کې زړورې او مقاومتې ښځې، چې پخپله د طالبانو د «وحشیانه جنایتونو» قربانیانې دي، د تاوتریخوالي، جنسي تېریو، شکنجو او ظالمانه چلندونو داسې دردناکې کیسې شریکې کړې، چې د اورېدلو زغم نه لري.
په اعلامیه کې راغلي دي: «شهادتونه یوازې د درد چیغې نه دي، بلکې د یوې داسې رښتینې کیسې انعکاس دی چې هېڅوک باید ترې سترګې پټې نه کړي. دا هغه ښځې دي چې د طالبانو تر شکنجو لاندې یې د انساني کرامت حق له لاسه ورکړ، خو بیا هم ولاړې دي او د هر ظلم په وړاندې مقاومت کوي.»
د افغانستان د ښځو د عدالت او پوهاوي غورځنګ دغه ولسي محکمه ستایلې او هغه یې په نړیوالو محکمو کې د طالبانو د محاکمې د وړاندې کولو په لور یو اړین ګام بللی دی. غورځنګ زیاتوي چې هېڅ څوک باید د طالبانو د «بشريت ضد جنایتونو» پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي.
دغه غورځنګ همدارنګه ټینګار کړی چې دا محکمه د نړۍ د «ویده وجدان» د راویښولو یوه موقع ده، څو نړۍ د افغان ښځو له هغو دردونو او رنځونو خبره کړي، چې د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ پر ضد د مخالفت له امله یې کلونهکلونه شکنجه، تحقیر او ځورونه زغملې ده.
ویل شوي چې دا ولسي محکمه د لسګونو قاضیانو، څارنوالانو، قربانیانو، د بشري حقونو فعالانو او د افغانستان د څلورو مدني بنسټونو په ګډون جوړه شوې ده، او پرون (چهارشنبه، د تلې ۱۶مه) یې د هسپانیا په پلازمېنه ماډرېډ کې د طالبانو د مشرانو د محاکمې علني غونډې وکړې.
په دې محکمه کې د طالبانو مشران د «د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې او سرکوب» په تور په غیاب کې محاکمه کېږي.
تر دې وړاندې هم دغه ولسي محکمه د طالبانو مشران د هغو کړنو له امله چې «د بشریت ضد جنایتونه» بلل شوي، متهم کړي وو.
یادونه باید وشي چې نړیوالې جزایي محکمې هم د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو حکم صادر کړی، چې پکې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده او د دوی قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني شامل دي.
