افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي بندیانو خوشې کول د اړیکو د پراختیا زمینه برابروي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکايي بندیانو خوشې کول او د لوړو کچو لیدنې کتنې کولای شي د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د دوهم ریاست مشر، ذاکر جلالي، دا څرګندونې د یوه امریکايي وګړي تر خوشې کېدلو وروسته کړې دي. نوموړي ویلي، چې دواړو لوریو د بندیانو د ستونزې د مناسب حل لپاره تفاهم ته رسېدلي او ژمن دي چې د نورو مسایلو په تړاو هم خپل تماسونه ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو تازه یو امریکايي تبعه له بنده خوشې کړی، او دا اقدام د یو شمېر شنونکو په باور، ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د یخیو د ماتېدو په لور یو احتمالي ګام وي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرني بندیان د بشري او سیاسي ملاحظاتو پر بنسټ خوشې کړي، خو دا ځل د امریکايي تبعه خوشې کېدل په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو میاشتې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو خبره وکړه او له طالبانو سره د همکارۍ د نه شتون په صورت کې یې د نامعلومو پایلو ګواښ وکړ. د شنونکو په باور، د بندیانو خوشې کول ښيي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له واشنګټن سره د تقابل پر ځای، د تفاهم او متقابل درناوي فضا رامنځته کړي، څو د سیاسي فشارونو مخه ونیول شي او د اړیکو د رغېدو زمینه برابره شي.