.د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په تازه لیکلي فرمان کې، د هېواد په پوهنتونونو کې پر استادانو او محصلینو محدودیتونه لګولي دي.
د هغه په لیکونو کې، چې یوه کاپي یې آمو ته رسېدلې، په لسو پاڼو کې ۵۰ فرمانونه صادر شوي.
په دې فرمانونو کې، په پوهنتونونو کې د ځیرک ټیلیفونونو وړل او کارول منع شوي او همداراز امر شوی چې د پوهنتونونو له چاپیریال او ټولګیو دې د ژوندیو موجوداتو انځورونه لرې کړل شي او استادان او محصلین باید لونګۍ پر سر کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لیکونه ښیي چې د هېواد پوهنتونونه د طالبانو د امر بالمعروف تر څارنې لاندې دي.
