د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د چین ملکیت لرونکې «ټیکټاک» اپلېکېشن پر امریکایي او نړیوالو پانګهوالو وپلورل شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس وایي، د دې معاملې او تبادلې ارزښت شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالر دی. ټرمپ هم وویل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د دې پروسې ملاتړ کړی او ورته ویلي یې دي چې “کار ته دوام ورکړئ.”
د نوي امریکایي شرکت نیمه برخه (۵۰ سلنه) به د اوریکل او سیلـور لیک په ګډون د پانګهوالو یوې ډلې ته ورشي او شاوخوا ۳۰ سلنه به د بایټډانس اوسني پانګهوال ولري. د سپینې ماڼۍ په خبره، د شرکت له ۷ بورډي غړو به ۶ امریکایان وي او یوه څوکۍ به د بایټډانس وي.
ټرمپ وویل چې د ټیکټاک د ویډیو سپارښتنو الګوریتم به د امریکا د امنیتي شریکانو تر څار لاندې کار کوي او د نوي ګډ شرکت تر کنټرول لاندې به وي.
هغه زیاته کړه چې د ډیل ټکنالوژۍ مشر مایکل ډیل او د رسنیو وتلی څېرې روپرټ مرداک هم د پانګهوالو په ډله کې شامل دي.
ټیکټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري. ټرمپ وویل، دغه اپلېکېشن د ده په بیا ټاکنه کې هم مهم رول لوبولی، ځکه دی په خپله پکې ۱۵ میلیونه تعقیبوونکي لري.
سره له دې، لا هم د معاملې ټول جزئیات نه دي روښانه، په ځانګړي ډول د الګوریتم بشپړ کنټرول چې د شنونکو د اندېښنې ځای دی.
