افغانستان

د وزګارۍ له امله د ځوانانو ناوړه وضعیت او افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتوالی

د مخکیني حکومت د احصایې ادارې د شمېرو له مخې د افغانستان ټولنې تر ۶۰ سلنه زیات ځوانان جوړوي؛ هغه قشر چې واک ته د طالبانو بیا رسېدو سره، یې زیات شمېر وزګار شوي او سختو کارونو ته اړ دي. د هغوی یو شمېر نور له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته، بیا هم وزګار دي او یوازې کم شمېر یې د هېواد په دولتي ادارو کې ګومارل شوي دي.

احمد ضیاء رضایي چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی دی وايي: «مخکیني دولت کې په یوه اداره کې بوخت وم خوشحاله وم چې دنده لرم او لږ تر لږه کولای شم خپله ګېډه مړه وساتم؛ خو اوس له وزګارۍ او بې‌برخلیکۍ ستړی شوی یم. کله کله له ځان سره وایم چې ایران یا ترکیې ته ولاړ شم؛ خو پيسې نه لرم.»

د افغانستان نننیو ځوانان د جمهوریت په موده کې وده وکړه، زده‌کړې یې وکړې او اوس خپلې ټولنې ته د خدمت لپاره ډېره انرژي لري؛ خو د طالبانو اداره هغوی ته هېڅ ډول پروګرام نه لري.

قسیم محمدي تازه له پوهنتونه فارغ شوی او له دې چې راتلونکی یې روښانه نه دی اندېښنه څرګندوي.

هغه وایي: «د جمهوریت پرمهال مې زده‌کړې وکړې، اوس مې زده‌کړې پایته رسولې دي، د دندې هېڅ څرک هم نشته. هر ځای کې چې د دندې غوښتنه کوم، د واسطه او پېژندګلوی د نه لرلو له امله د رد ځواب ترلاسه کوم. د ځوانانو وضعیت ښه نه دی او ټول خپل راتلونکي ته اندېښمن یو. د طالبانو اداره هم هېڅ پروګرام نه راته لري.»

اوسمهال ناامنۍ، بې‌سوادي، فساد، پر نشه‌یي توکو اخته کېدل او له ځوانانو ناسمه ګټه اخیستل هغه اصلي ننګونې دي، چې د هېواد د ځوانانو پروړاندې شتون لري.

له تولیدوونکو باید ملاتړ وکړو ترڅو دندې رامنځته شي

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا ملاخېل وایي: «په ټوله نړۍ کې حکومتونه په یوازیتوب سره ځوانانو او د ټولنې غړو ته دندې نه شي ورکولای او له همدې امله د ځوانانو زیاته برخه په خصوصي څانګه کې ځای پر ځای کېږي. دا د حکومت له سیاستونو سره تړاو لري چې د دندو د پیدا کولو لپاره کوم پروګرام پلي کړي. حکومت د خصوصي برخې په همکارۍ، په هېواد کې دننه ستراتيژيک توکي تولیدولای شي او د افغان ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرولای شي؛ که نه ستونزمنه ده چې د ټولو ځوانانو لپاره کار په پام کې ونیول شي.»

دغه اقتصادپوه ټینګار کوي: «د طالبانو اداره باید د کرنې برخې ته پاملرنه وکړي. همداراز د هېواد د کانونو له ایستلو سره ګڼ شمېر ځوانانو ته دندې برابرولای شو. که په هېواد کې له تولیدوونکو د ملاتړ سیاستونه لا زیات شي، کولای شو د ځوانانو لپاره د دندو پیدا کېدو ته هیله‌من ووسو.»

د احصایې ادارې د شمېرو له مخې چې په ۱۳۹۹ کال کې یې خپرې کړې دي، هېواد کې تر ۴۷ سلنه زیات افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي؛ هغه شمېر چې د طالبانو د ادارې له بیا راتګ سره یې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. همداراز په هغه کال کې د وزګارۍ کچه ۱۸.۶ سلنه وه. هېواد کې د کار له ټول ځواک څخه ۱۵.۲ سلنه نارینه او ۳۲ سلنه ښځې وې. له زده‌کړو لیرې او ټولو وزګارو ځوانانو څخه ۱۴ سلنه یې نارینه او تر ۵۳ سلنه زیاتې ښځې وې. همداراز ۳۶.۱ سلنه لویان او د ۱۵ تر ۲۴ کلونو په منځ کې ۵۴ سلنه ځوانان د سواد له نعمت څخه برخمن وو.