سرچینو آمو ته ویلي، چې د «پواینټ ټو پواینټ» انټرنېټي خدمتونه په ننګرهار کې په محدود ډول بېرته فعال شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا خدمتونه یوازې د بانکونو او ګمرک ادارې لپاره بېرته پرانیستل شوي او د دغو ادارو فعالیتونه ورسره بیا پيل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، دغه خدمتونه پرون (دوشنبه، د وږي ۳۱مه) فعال شول، خو چټکتیا یې ډېره کمه ده او د پخوا په شان کار نه کوي.
په ورته وخت کې، طالبانو په کندهار کې هم د «نقطه پر نقطه» انټرنېټ بېرته فعال کړی، خو هلته هم دا خدمتونه یوازې د بانکونو او دولتي ادارو تر کارولو پورې محدود دي.
یاده دې وي، چې طالبانو له تېرې اوونۍ راهیسې په ۱۶ ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دغې پرېکړې دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی، خو دغه اقدام د خلکو له پراخو او تندو نیوکو سره مخ شوی او د ګڼو ادارو د چارو پر بهیر یې هم جدي اغېز کړی دی.
