متحده ایالتونه

پنټاګون رسنیو ته د ناتایید شوو معلوماتو د نه خپرولو حکم کړی

د امریکا دفاع وزارت پر هغو موضوعاتو چې له پوځ سره تړاو لري، د رسنیو پر پوښښ نوي محدودیتونه لګولي او خبري بنسټونه یې اړ کړي چې له دولت نا‌تایید شوي معلومات افشا نه کړي.

دفاع وزارت د جمعې په یوه یادداشت کې ویلي، هغه خبریالان چې د حساسو او غیرمجازو مطالبو خپرولو ته لاس واچوي، ښایي د هغوی د رسنیزو اعتبارنامو د لغو کېدو لامل شي.

خو د رسنیو ملاتړو استدلال کړی چې دا محدودیتونه د خپلواکه راپور ورکولو د سانسور معنا لري.

خبریالانو د یکشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته له ډونلډ ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا پنتاګون باید د دې واک ولري چې څه رسنۍ راپور کولی شي او څه نه؟ ټرمپ ځواب ورکړ: «نه، زه داسې فکر نه کوم. هېڅ شی خبریالان نه شي درولی.» خو له ټرمپ څخه په ځانګړي ډول د نوې تګلارې په اړه پوښتنه ونه شوه.

په یادداشت کې راغلي چې خبري بنسټونه به دې ته اړ وي، چې ومني له اجازې پرته د حساسو معلوماتو افشا، لاسرسی یا د لاسرسي هڅه، د هغوی د پنتاګون اعتبارنامې د رد یا لغو کېدو سبب کېدای شي.

د رویټرز د راپور له مخې، په یادداشت کې چې د «جګرې وزارت» له نوم څخه کار اخیستل شوی، ویل شوي: «دا وزارت د شفافیت له لارې د حساب ورکونې او عامه باور لوړولو ته ژمن دی؛ خو د جګړې وزارت ټول معلومات باید د خپرولو تر مخه د یوه باصلاحيته مقام لخوا د عامه خپرېدو لپاره تایید شي، حتی که طبقه‌بندي شوي هم نه وي.»

باید وویل شي چې ټرمپ دغه وزارت ته امر کړی چې خپل نوم د «جګړې وزارت» ته بدل کړي؛ بدلون چې د کانګرس پرېکړې ته اړتیا لري.

دا اقدام د ټرمپ د حکومت له لوري پر رسنیو د فشار تازه بېلګه ده. ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې رسنۍ د ځان پر وړاندې مغرضې ګڼي. همدارنګه دا اقدام د رسنیو پنتاګون ته د لاسرسي محدودیتونه پراخوي، په داسې حال کې چې د دفاع وزیر او د فاکس نیوز پخوانی ویاند پیت هګست یې مشري کوي.

په یادداشت کې ویل شوي، هغه خبریالان چې اعتبارنامه له لاسه ورکړي، نو د امریکا د ټولو پوځي تاسیساتو په ګډون به د پنتاګون ودانۍ ته له لاسرسي محروم شي. دا ډول بندیز د امریکا د پوځ د پوښښ په اړه جدي پوښتنې راولاړوي، له مهمو اعلامیو نیولې تر جګړو او د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو هڅو پورې.

دا اقدام په چټکۍ سره د نیویارک ټایمز، رویټرز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال په ګډون د رسنیزو بنسټونو له خوا وغندل شو. په واشنګټن کې د ملي مطبوعاتو د کلب مشر، چې د آزادو مطبوعاتو ملاتړی دی، وویل چې دا د خپلواکه ژورنالیزم پر وړاندې «مستقیم برید» دی.

مایک بالسامو، چې د امریکا د ملي مطبوعاتو د کلب مشر دی، په یوه اعلامیه کې وویل: «که زموږ د پوځ اړوند خبرونه باید لومړی د دولت لخوا تایید شي، نو ولس به نور خپلواک راپورونه ترلاسه نه کړي، بلکې یوازې هغه څه به وویني چې چارواکي یې غواړي.»

د رویټرز په ګډون تر دولسو ډېر خبري بنسټونه په پنتاګون کې فعالیت لري، چې د امریکا د پوځ د ورځنیو چارو په اړه راپورونه ورکوي.