افغانستان

د کندهار له غونډې سرچینې: په ټول هیواد کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه بندېږي

File photo.

باوري سرچینو «آمو» ته ویلي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزده په مشرۍ د کندهار په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نوري فایبر انټرنیټ خدمتونه به په ټول افغانستان کې بند شي.

خو سرچینې ټینګار کوي چې په دې غونډه کې دا هم پرېکړه وشوه چې د مخابراتي د شبکو انټرنیټ خدمتونه به دوام ولري.

دغه غونډه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون تېره چهارشنبه، د وږي ۱۶مه، په قندهار کې ترسره شوه. سرچینې وايي چې په غونډه کې د انټرنیټ د عصري اړتیاوو او د اړوند خدماتو پر اهمیت بحث وشو.

سرچینې زیاتوي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بانکونو، د احصایې او معلوماتو ادارو، ګمرکونو او نورو مهمو ادارو لپاره د نوري فایبر انټرنیټ بدیل لارې چارې وپلټل شي.

په تېرو درېیو ورځو کې، طالبان د ۱۴ ولایتونو نوري فایبر انټرنیټ او وای‌فای خدمتونه بند کړي دي. اوس مهال دا خدمتونه د بلخ، قندهار، هلمند، هرات، ارزګان، نیمروز، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، پکتیکا، لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې په بشپړ ډول بند دي.

د طالبانو دا اقدام د خلکو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د دفاع نهادونو له سخت غبرګونونو سره مخ شوی، چې دا یې د بیان د آزادۍ لپاره جدي ګواښ او «غیرانسانه عمل» بللی دی.