افغانستان

طالبانو تېره شپه په شپږو ولایتونو کې انټرنېټي خدمتونه بند کړي

سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه د افغانستان په شپږ ولایتونو کې د انټرنېټ لاسرسی محدود کړی دی.

د سرچینو په وینا، اوس مهال د بلخ، کندهار، هلمند، هرات، ارزګان او نیمروز ولایتونو اوسېدونکي د فایبر نوري انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

په هرات کې د مخابراتو ریاست او د افغان ټېلېکام شرکت ځینو سرچینو ویلي، د ښار د ۶۴ متري سړک او بکرآباد په سیمو کې د فایبر نوري د پراختیا پروژه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې درول شوې ده.

سرچینې زیاتوي، سره له دې چې پروژه بنده شوې، د فایبر نوري انټرنېټ په هرات کې لا هم فعال دی او دولتي ادارې او کورونه ترې ګټه اخلي. خو یوه سرچینه د طالبانو د ځايي چارواکو له قوله وايي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د هرات فایبر نوري انټرنېټ هم پرې کړل شي.

د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي د طالبانو له دغه اقدامه اندېښنه ښيي او وایي، دا محدودیتونه به د ښاري اړیکو، اداري فعالیتونو او انلاین خدمتونو پر بهیر جدي اغېز ولري.

تر دې وړاندې هم په کندهار او بلخ کې سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې طالبانو د فایبر نوري انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.

د طالبانو د بلخ والي ویاند هم تایید کړې چې د طالبانو د مشر په امر د افغان ټېلېکام د فایبر نوري انټرنېټ په بشپړه توګه قطع شوی دی.

د نوموړي په وینا: «په بلخ کې پر فایبر نوري لین بشپړ محدودیت ولګول شو. له دې وروسته په دې لین کې انټرنېټ نشته او په بشپړ ډول پرې شوی دی. دا کار د منکراتو د مخنیوي لپاره شوی او د ضروري اړتیاوو پوره کولو لپاره به دننه په هېواد کې بدیل لارې پرانستل شي.»

که څه هم طالبان او ځینې نورې سرچینې وايي چې یوازې فایبر نوري انټرنېټ بند شوی، خو د بلخ ځینې اوسېدونکي وايي چې د افغان ټېلېکام انټرنېټي خدمتونه په بشپړ ډول پرې شوي دي.