د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز په کلکه غندنه وکړه او دا پرېکړه یې «احمقانه او نهمنل کېدونکې» وبلله.
ګوتېرش د سهشنبې په ورځ (۲۵ وږی) په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو د کار مخنیوي د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د مرستو له بهیر څخه د ښځو لرې کول د ټولنې لویه برخه وګړي له مرستو بېبرخې کوي او بشري ناورین پراخوي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ له نړیوالې ټولنې سره هڅه کوو طالبان دې ته وهڅوو چې په مرستندویو چارو کې د ښځو حضور یقيني کړي. پرته له ښځو، اړمنو خلکو ته مرستې نه رسېږي.»
ملګرو ملتونو مخکې هم ویلي وو چې طالبانو د وږي پر ۲۰مه نېټه په زلزلهځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو د کار مخه نیولې چې دې کار د مرستو په وېش کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.
سرمنشي یادونه وکړه چې د طالبانو د بندیزونو ستونزه یوازې د مرستو پورې نه ده محدوده؛ د ښځو پر زدهکړې او کاربندیز د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیولې ده. نوموړي خبرداری ورکړ چې دغه محدودیتونه د میلیونونو نجونو راتلونکی ننګوي، له پرمختګ څخه یې بېبرخې کوي او فقر نور هم پراخوي.
راپورونه ښيي چې د ښځو پر تګ راتګ بندیز او په زیانمنو سیمو کې د مرستندویانو د لاسرسي مخنیوي د ښځو د مړینې کچه لوړه کړې ده.
