پراخې بېکارۍ او فقر په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر کړی دی. ډېری دغه کارګر ماشومان، د کورنیو د تنګلاسۍ او زدهکړو ته د نه لاسرسي له امله اړ شوي، څو ښوونځيو ته له تګ پاتې شي او د ورځني لګښتونو د پوره کولو لپاره د کار بازار ته یې مخه کړې ده.
بېکارۍ او بې وزلۍ، دغه ماشومان د کار کولو لپاره د پلازمېنې سړکونو ته را ایستلي دي.
یاد ماشومان، د دې پر ځای چې ښوونځیو ته د زده کړو لپاره لاړ شي یا هم د دې پر ځای چې له خپل ماشومتوبه خوند واخلي، اوس اړ دي، چې خپلې وړې اوږې د درندو کارونو لپاره ټيټې کړي او د خپلو کورنیو پر دسترخوانونو یوه مړۍ ډوډۍ وګوري.
فرهاد، د اوبو پلورونکی وايي: «زه هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورې مزدوري کوم او کور ته یې وړم، د لګښت او د کور کرایې لپاره. د غرمې تر مهال دلته کار کوم او له غرمې وروسته تر ماښامه د دهمزنگ په سیمه کې مزدوري ترسره کوم.»
دغه کارګر ماشومان وایي، چې هیله لري څو د خپل ماشومتوب ژوند ته ور وګرځي او یو ځل بیا د ښوونځيو له دورازو خپلو ټولګیو ته دننه شي.
ابوذر، چې په کابل ښار کې فلافل پلوري، وايي: «زه دلته فلافل پخوم، کاریګر نه لرو او د خپل کار پیسې پلار ته ورکوم.»
د بې وزلۍ پراختیا او د یادې معضلې د له منځه وړلو لپاره د منسجم پروګرام نشتوالی، په ټولنه کې د کارګرو ماشومانو د ډېروالي اصلي لامل بلل کېږي.
محمد طاووس فرزاد، د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: «په هېواد کې فقر او تنګدستي شته، او تر څنګ یې ځينې کورنۍ سرپرست هم نه لري. دغه کورنۍ اړ دي چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل ماشومان کار ته ولېږي. له بده مرغه، دا ماشومان د ډېرو ستونزو په زغملو سره هڅه کوي چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ونډه واخلي.»
تر اوسه په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو کره شمېره روښانه نه ده.
خو په وروستیو کلونو کې، په هېواد کې د فقر او بېکارۍ زیاتوالی، د دې لامل شوی چې د کارګرو ماشومانو په شمېر کې هم ډېروالی راشي. ډېری کورنۍ د ګټيالي د نشتوالي یا هم د کم عاید له امله، خپل ماشومان کار کولو ته اړ باسي او ښوونځیو ته د تګ پر ځای، د کابل په کوڅو او سړکونو کې توکي پلوري.
