افغانستان

سرچینې: یو هندي دیپلوماټ د «نا مطلوبو فعالیتونو» له امله له افغانستانه وشړل شو

یوې باوري سرچینې آمو ته وویل چې یو هندي دیپلوماټ، هریش کمار، د طالبانو د حکومت له خوا د «نامطلوبو فعالیتونو» په دلیل له افغانستانه ایستل شوی دی.

د سرچینې په وینا، نوموړی د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۳مه له هند څخه کابل ته راغی، خو یوازې څلور ورځې وروسته، د هماغه میاشت په ۱۷مه یې افغانستان پرېښود.

تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.