د امریکا ښیاړخی سیاسي فعال چارلي کرک، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د ځوانو رایهورکوونکو په منځ کې د ملاتړ د جوړولو له امله ستایل کېده، په متحده ایالاتو کې د یوټا ویلي پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال ووژل شو.
هغه د محافظهکار ځوانانو د هڅولو په برخه کې کلیدي رول درلود او د یوې ډلې له لارې چې په ۱۸ کلنۍ کې یې تاسیس کړې وه، نړیوال شهرت ته ورسېد.
کرک، چې د ایلینوی ایالت اوسېدونکی و او د محافظهکار محصلینو ډله(Turning Point USA) يې تاسیس کړې وه، د ټرمپ تر سیوري لاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند د یوې راټوکېدونکې ستورې په توګه شهرت پیدا کړ. هغه تازه له بهرني وینا له سفره هېواد ته راګرځېدلی و چې د چهارشنبې په ورځ په ډزو ووژل شو. هغه ۳۱ کلن و.
دا ډزې هغه مهال وشوې چې کرک، د یوټا د ویلي پوهنتون په کمپ کې د زرګونو خلکو یوې غونډې ته وینا کوله.
د یوټا والي د کرک مړینه «سیاسي وژنه» وبلله. د برید انګیزه لا نه ده روښانه شوې او همدارنګه دا هم نه ده څرګنده چې کوم شکمن نیول شوی دی که نه.
تېر یکشنبه، کرک په ټوکیو کې د سخت ښي اړخي ګوند په یوه غونډه کې اصلي ویناوال و. دغه ګوند په جولای کې د جاپان د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې لویې لاسته راوړنې لرلې. هغه همدارنګه په دې وروستیو کې په سویلي کوریا کې وینا کړې وه.
