د قطر د بهرنیو چاروز وزارت وايي، چې د کونړ زلزلهځپلو کورنیو ته د مرستو د لېږد لپاره یې یو هوايي دهلېز پرانیستی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ټولنیز شبکه ایکس کې لیکلي: «قطري وسلهوالو ځواکونو د کورنیو چارو وزارت او د داخلي امنیتي ځواکونو په همکارۍ افغانستان ته د بیړنیو بشري مرستو د لېږد هوايي دهلېز پرانیستی دی.»
په دغه بیان کې زیاته شوې چې دغه اقدام د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د لارښوونو پر بنسټ شوی دی.
د بیان له ضمیمه شوي ویډیو سره سم، مرستو کې د صحرایي روغتونونو ترڅنګ طبي وسایل، خوراکي توکي، استوګنځایونه او د ژغورنې سامان شامل دي، چې د افغانستان د مرګونې زلزلې وروسته لېږل کېږي.
په ویډیو کې ویل شوي چې د نړېوالې همکارۍ د دولت وزیره، مریم بنت علي بن ناصر المسند، د دغې ماموریت په مخکښه کې وه او لومړۍ قطري وزیره ده چې د بشردوستانه ماموریت لپاره افغانستان ته ورسېده.
بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو: «د قطر د امیري هوايي ځواکونو پنځه الوتکې، چې د قطر د پرمختیايي صندوق لهخوا برابرې شوې بشري مرستې یې لېږدولې، د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېدې. دا مرسته د هغه هوايي دهلېز یوه برخه ده چې د قطر دولت یې د ورور افغان ولس د کړاوونو د کمولو لپاره پرانستی، وروسته له هغې چې ختیځ افغانستان د زلزلې ښکار شو. په دې سره د راغلو الوتکو شمېر نُه ته ورسېد.»
تېره یکشبنه ورځ ، په کونړ کې یوې مرګوني زلزلې د ۲۲۰۰ څخه د ډېره کسانو ژوند واخیست او ۴۰۰۰ یې ټپیان کړل.
