د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي د تېرې شپې زلزلې له امله د دره نور ولسوالۍ په سُتن درې او مجګنډول سیمه کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دې زلزلې له امله شااوخوا درې سوه استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړډول وېجاړ شوي دي.
دا مهال د دره نور ولسوالۍ له سُتن درې، مجګنډول، اُطران، بمبه کوټ، سرغلېک، سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو جلال اباد ښار ته وتلې دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د زلزلې له وېرې په کورونو کې نه شي اوسېدلی او یو شمېر کورنۍ چې اقتصادي ستونزې لري د خېمو د نشتوالي له امله په په کروندو او ازاده فضا کې مېشت دي.په دغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
