افغانستان

سرچینې: لغمان کې د تېرې شپې زلزلې له امله نهه کسان ټپیان شوي دي

له لغمان ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې پر مهال یو شمېر کسانو په منډه د خونو له چتونو ځانونه غورځولي چې له امله يي، نهه تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دوی له ډلې اووه نفره د لغمان په ولایتي روغتون کې بستر شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازي هم تایید کړې چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د دغه ولایت له مرکز مهترلام څخه نهه تنه د لغمان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي.