بشري حقوق

ایران درې افغانان په قم زندان کې اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو یو سازمان خبر ورکړی چې د افغانستان درې تنه وګړي د ایران په قم مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

دغه درې کسان چې روح‌الله حاکمي (۵۴ کلن پلار)، نظام حاکمي (۲۳ کلن زوی) او الله‌بخش میرجهاني (۴۴ کلن، اوښی) معرفي شوي، د مخدره موادو د قاچاق په تور د مرګ سزا ترلاسه کړې وه. د سازمان د معلوماتو له مخې، هغوی د کرج په شاوخوا کې اوسېدل او دوه کاله وړاندې د شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه مخدره موادو په تور نیول شوي وو.

یوې باخبره سرچینې ویلي چې درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو او د محکومیت له پریکړې وروسته یې پرون (۱۲ وږي) د قم په زندان کې د اعدام حکم عملي شو.

تر دې دمه د ایران دولتي رسنیو او رسمي سرچینو د دغو اعدامونو په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو سازمان وایي چې په ایران کې د مخدره موادو اړوند اعدامونه په وروستیو کلونو کې په بې ساري ډول زیات شوي دي. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۵۰۳ تنه په ورته تورونو اعدام شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا اووه سلنه زیاتوالی ښيي او د ۲۰۲۰ کال په پرتله نږدې شل برابره ډېر دي.

شنونکي وایي د ایران د اعدامونو زیاتوالی د نړیوالو نیوکو لامل شوی، ځکه چې ډېری یې د عادلانه محاکمو پرته ترسره کېږي. د افغان کډوالو کورنۍ بیا له دې ډاریږي چې د ورته قضیو په ترڅ کې تل د فشار تر ټولو لویه بیه دوی پرې کوي.