افغانستان

محمد اسحاق دار: پاکستان ۱۰۵ ټنه بشري مرستې زلزله‌ځپلو ته واستولې

Pakistan’s aid to quake-hit Kunar.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق دار وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره له ټلیفوني اړیکې وروسته، دغه هېواد د چهارشنبې په ورځ ۱۰۵ ټنه بشري مرستې د افغانستان ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو کورنیو ته لېږلي دي.

نوموړي په ایکس (تویټر) کې لیکلي دي: «دغه محموله د اړینو خوراکي توکو، درملو، خېمو، کمپلو او توشکو څخه جوړه ده چې د اړمنو د ملاتړ لپاره لېږل شوې ده.»

ښاغلي دار زیاته کړې ده چې له دې وړاندې هم د پېښور څخه د ۳۵ لاریو یوه محموله د افغانستان زلزله‌ځپلو سیمو ته استول شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د همدردۍ څرګندونه کوي او خپل ژمن توب بیا تائیدوي چې د اړتیا پر مهال به ورسره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په شپه په کنړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې زلزلې د درنو تلفاتو او درنو مالي زیانونو لامل شوې ده.

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، تازه اعلان کړی چې د کنړ د زلزلې د مړو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د ټپیانو شمېر هم ۳۳۹۴ تنو ته رسېدلی او په دې زلزله کې ۶۷۸۲ کورونه نړېدلي دي.