افغانستان

د طالبانو ویاند: د کونړ زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۴۰۰ تنو واوښت

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس پاڼه لیکلي چې د کونړ د زلزلې د مړو شمېر ۱۴۱۱ تنو ته رسېدلی دی.

هغه ویلي چې د دې پېښې ټپیان ۳۱۲۴ تنه دي او په زلزله کې ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې نن سې‌شنبه اعلان کړی و چې د ختیځ افغانستان د زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۱۲۴ مړو او لږ تر لږه ۳۲۵۱ ټپیانو ته رسېدلی دی.

دې اداره زیاته کړې چې د یکشنبې په شپه شوې ۶.۱ درجې زلزله په کونړ ولایت کې له ۸ زرو زیات کورونه نړولي دي.

د یادې ادارې په وینا، لا هم ګڼ خلک د نړېدلو ودانیو لاندې دي او د ژغورنې عملیات روان دي.

سربېره پر دې، په ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم ځینې تلفات شوي او په پنجشیر کې مالي زیانونه راپور شوي دي.

د کونړ روغتونونه له ټپیانو ډک دي. عیني شاهدان د قربانیانو د ډله‌يیزو ښخونو خبرې کوي او راپورونه وايي چې بې‌کوره ماشومان د شپې د آسمان لاندې پراته وو. طالبان وايي چې د غرنیو سیمو د ټپیانو د لېږد لپاره یې چورلکې کارولې دي.

زلزله نیمه شپه د کونړ ولایت مرکز اسدآباد ته نږدې په شاوخوا ۲۷ کیلومتره ژوروالي رامنځته شوې وه، چې لړزه یې په کابل او پښتونخوا کې هم احساس شوې ده.