د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د یوې اعلامیې په ترڅ کې له ټولو بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې د کونړ او ننګرهار د زلزلهځپلو خلکو د مرستې لپاره لاس په کار شي او له نړیوالو مرستندویو بنسټونو له لارې د مرستو راټولو زمینه برابره کړي.
پشتین وویل چې د زلزلې له کبله په کونړ کې په زرګونو وګړي ټپیان شوي او تر اته سوه ډېر کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا، په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم د شهیدانو او ټپیانو شمېر په سلګونو کسانو ته رسېږي.
نوموړي د بهرمېشتو افغانانو نه غوښتنه وکړه چې له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د مرستې غوښتنې وکړي، څو د انساني همدردۍ پر بنسټ د دې سیمو له زیانمنو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.
پشتین ټولو غمځپلو کورنیو ته تسلیت ووایه او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې وکړه.
