یو شمېر پخواني امریکايي سرتیري، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وايي، هغه ژمنه چې له افغان متحدینو او همکارانو سره ماته شوه، یوازې هغوی ته نه، بلکې هر پخواني امریکايي سرتېري ته خیانت و.
دغه پخواني امریکايي سرتیري، هڅه کوي چې اوس هم د خپلو هغو افغانو همکارانو ته امریکا ته د لېږد زمینه برابره کړي، چې شاته پاتې دي.
په تېرو شلو کلونو کې له ۸۰۰ زرو زیات امریکایي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. د سمندري ځواکونو یوه پخوانۍ سرتېره، کیلیان هنټر، هم له همدې کسانو څخه ده. هغې له سنډیاګو نیوز ټېن ته ویلي، د اګسټ ۳۰مه یوازې یوه نیټه نه ده.
هغې زیاته کړه: «دا یوه ګډوډه او بېپروګرامه پای وه د یوې اوږدې جګړې لپاره، چې ډېرو مو پکې خپل ملګري له لاسه ورکړل، او موږ پکې له افغان ولس سره ژوره اړیکه او پانګونه درلوده.»
کیلیان هنټر د «د عراق او افغانستان د پخوانیو سرتېرو اتحادیې» مشره ده.
تېره ورځ د وږي نمه (اګسټ ۳۱مه) له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو څلورمه کلیزه وه. دغې کلیزې لا هم د هنټر او نورو هغو پخوانیو سرتېرو لپاره ژور احساسات راپارولي چې د جګړې پر مهال یې له افغان همکارانو سره اوږه په اوږه کار کړی و.
هغې وویل: «دا یوه اخلاقي ضربه وه… دا پوښتنه چې: آیا دا ارزښت درلود؟ آیا زما قرباني بېځایه نه وه؟ آیا د زما د ملګرو قرباني معنا لرله؟»
کله چې امریکا له افغانستانه ووتله، ډېر هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و، شاته پرېښودل شول. هنټر وايي، زرګونه افغانان لا هم په دوحه، قطر کې بند پاتې دي، او په داسې یوه حالت کې ژوند کوي چې نه پوهېږي امریکا ته به ورسېږي که نه.
هنټر وویل: «هغه ژمنه چې له افغان ملګرو سره ماته شوه، دا یوازې هغوی ته نه، بلکې هر پخواني سرتېري ته خیانت و — او دا موږ ته سخت ځورونکی دی.»
د وضعیت بېثباتي لا زیاته شوې ده، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه وکړه چې هغه فدرالي بودیجه ځنډوي چې له افغان کډوالو سره د امریکا په داخل کې د میشتېدو مرسته کوي.
شان وینډېور، چې د افغانایواک رئیس او بنسټګر دی، وایي: «موږ دوی ته وویل، که تاسو زموږ تر څنګ ودرېږئ، موږ به هم ستاسو تر څنګ ودرېږو. نو اوس ډېر پخواني سرتېري، لکه زه، ډېر خپه یو چې دوی مو شاته پرېښودل.»
د بودیجې له پرې کېدو مخکې، دغه ډلې له فدرالي حکومت سره یوځای کار کاوه څو هره میاشت شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان له افغانستانه وباسي.
هغه وویل: «پخواني سرتېري، او د جنورۍ تر شلمې نېټې پورې، فدرالي حکومت له موږ سره اوږه په اوږه کار کاوه چې هره میاشت ۵۰۰۰ افغانان له هېواده وباسو.»
هم هنټر او هم وینډېور هیله لري چې ولسمشر خپله پرېکړه بېرته واخلي، د بیا میشتېدو پروګرامونه بېرته فعال کړي، د کډوالۍ پروسه اصلاح کړي، او له افغان ملګرو سره شوې ژمنه عملي کړي.
