افغانستان

د کندهار دامان ولسوالۍ اوسېدونکي: د څښاک اوبو کمښت موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړی

د کندهار د دامان ولسوالۍ یوشمیر اوسېدونکي وایي، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او یوازې د ډېرو ستونزو په زغملو سره لږ اندازه د څښاک اوبه ترلاسه کوي. د دامان ولسوالۍ دغه اوسېدونکي د ژورو څاګانو د کیندنې غوښتونکي دي.

دوی وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې د یوې ۱۵ کسیزې کورنۍ لپاره یوازې درې تر څلورو بوشکو یا شل لیتره د څښاک اوبه رسېږي.

په کندهار کې د ګرمۍ څپې او د څښاک اوبو د سرچینو کمښت د دامان ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ننګونو د حل غوښتنه کوي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی، اسماعیل، وايي: «زموږ د اوبو د کمښت ستونزه دومره جدي ده چې نن د شورا له رییس سره یو ځای د ولسوالۍ دفتر ته ولاړو. د هر کور برخه یوازې درې بوشکې اوبه په ورځ کې ده، حال دا چې هره کورنۍ ګڼ شمېر غړي لري.»

یوه څاه، چې د لمریزې انرژۍ سره کار کوي، په ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته فعاله ده او لږ اوبه تولیدوي.
اسدالله وايي: «زموږ ستونزې د برمه شویو څاګانو له اوبو سره ډېرې دي. که زموږ لپاره د پمپ څاه برابر شي، ستونزې به حل شي؛ هر کور ته به څلور یا پنځه بوشکې اوبه ورسېږي. خو اوس سولرونه کافي برېښنا نه تولیدوي او د اوبو د کمښت ستونزه لا هم پر ځای ده.»

د کندهار یو بل اوسېدونکي زمري وویل: «زه بایسکل لرم او خلک په کتار کې ولاړ وي چې ورته اوبه یوسم. زه هر بوشکه اوبه په ۱۰ افغانۍ پلورم. د څاګانو اوبه یوازې د ورځې یو یا دوه ساعته نلونو ته رسېږي او د هر کور برخه یوازې درې یا څلور بوشکې ده. ځینې کورنۍ ۱۵ غړي لري؛ ۱۵ کسان او څلور بوشکې اوبه هېڅ بسنه نه کوي.»

سرچینې آمو ته وايي چې په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه بې ساري کچې ته راټیټه شوې ده. دا سرچینې زیاتوي چې په ځینو سیمو کې وچکالۍ ځایي اوسېدونکي بې ځایه کېدو ته اړ کړي دي.