امنیت

پاکستانۍ رسنۍ: د طالبانو واکمنۍ د پاکستان امنیتي ستونزې ژورې کړي

د افغانستان د طالبانو حکومت چې کله په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېد، پاکستان د لومړي سر په احتیاط هیله‌من و، چې له دې وروسته به د سرحدي تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د یوه باثباته ګاونډي شاهد وي. خو څلور کاله وروسته، دغه هیله بشپړه ماته شوې او پر ځای یې د پاکستان لپاره د امنیتي بحران بڼه اخیستې ده.

د راپورونو له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه له ۲۰۲۲ وروسته د سولې خبرو د ناکامېدو سره بیا زور اخیستی دی. یوازې د ۲۰۲۵ په مارچ میاشت کې له ۱۰۰ ډېر بریدونه ثبت شوي چې پکې ۲۲۸ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر ټپیان دي. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د دغې ډلې مرکزونه په ختیځ افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې فعال پاتې دي.

د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو لورو اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوې دي. د مارچ په میاشت کې په تورخم کې د دواړو غاړو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې د یو طالب سرتېري ژوند یې واخیست. پاکستان پر ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده کرښه اغزن تار غځولی؛ خو بیا هم د نښتو، ډزو او سوداګریزو لارو د بندېدو پېښې دوام لري.

د کډوالو موضوع هم د پاکستان پر اوږو درنه شوې ده. شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي. چارواکي وایي، په کډوالو کې د وسله‌والو ډلو د جذب خطر موجود دی، په داسې حال کې چې د تعلیم، روغتیا او استوګنې په برخو کې هم فشار ډېر شوی دی.

په پاکستان کې د سخت‌دریځو ډلو غږ نور هم پیاوړی شوی او د طالبانو د واکمنۍ ایدیالوژي د سیمې د دیني مدرسو او جوماتونو له لارې خپرېږي.

شنونکي وايي، پاکستان ته اوس اړتیا ده چې پر طالبانو د سیمه‌یزو سازمانونو، په ځانګړي ډول د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) له لارې فشار زیات کړي، ترڅو د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه واخلي او همداراز، په کور دننه باید د افراطي فکرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان اوسنی وضعیت د پاکستان لپاره په امنیتي کابوس بدل شوی دی، او که سملاسي اقدام ونه شي؛ نو راتلونکی به له ننګونو ډک وي.