د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پوځ له لوري د ننګرهار او خوست پر ځینو برخو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او اعتراض لیک یې ورته سپارلی دی.
دغه وزارت تایید کړې چې د پاکستان پوځ تېره شپه د خوست او ننګرهار پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې ملکي کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو دغه بریدونه د افغانستان پر هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری او یو پاروونکی اقدام بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
