سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په پوهنتونونو کې اعلان کړی، چې له دې وروسته استادان او محصلین په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اجازه نه لري چې د «یخنقاق یا کرتی سره له پتلونه» واغوندي او په ټولګیو کې حاضر شي.
سرچینې زیاتوي چې په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې ږیره او ویښتان باید د طالبانو د معیارونو سره سم سم کړل شي. د طالبانو د دې مقرراتو پر بنسټ، د لومړي سرغړونې په صورت کې خبرداری ورکول کېږي او که بیا تکرار وشي، «قانوني چلند» به ترسره شي.
دا د طالبانو تازه محدودیت دی چې پر تعلیمي چاپېریالونه یې وضع کړی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې بیا واک ته ورسېدل، هغوی پر پوهنتونونو یو شمېر سخت قوانین عملي کړي؛ له هغې ډلې څخه د جنسیت جلاوالی، ځانګړي پوښاک ته پابندي، او د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې منع کېدل دي.
څیړونکي وايي چې دا فرمان نه یوازې د استادانو او محصلینو شخصي ازادیوې محدوده کوي، بلکې د تعلیمي کیفیت او د پوهنتون چاپېریال هم اغېزمنوي. خو طالبان دغه پریکړې د «اسلامي ارزښتونو د تطبیق» برخه ګڼي.
په همدې حال کې، په هېواد کې ډېري استادان او محصلینو کمیس، پرتوګ او ږیرې د ایښودلو دود پیل کړی دی.
